۰

ولسمشرغني له خلیلزاد سره لیدلي

سی شنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۵۴
ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دی.
ولسمشرغني له خلیلزاد سره لیدلي
ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد پرون دوشنبې د کب ۲۵ مه یو ځل بیا کابل ته راغلی او ولسمشر غني په ارګ کې ورسره ولیدل.

ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې یوازې دومره ویلي، چې خلیلزاد د خپلو وروستیو سفرونو او فعالیتونو په اړه ولسمشر غني ته معلومات ورکړل.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه لیدنه کې دواړو لورو د سولې پروسې او په دې اړه د راتلونکو اقداماتو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د یادونې ده، چې خلیلزاد پرون د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره هم کتلي او پر سوله یې ورسره خبرې کړې دي.

دا دویم ځل دی، چې خلیلزاد سیمې ته د خپل سفر په ترڅ کې کابل ته راځي او له افغان چارواکو سره ګوري.

هغه په لومړي ځل له کابل څخه، قطر ته ولاړ د طالبانو له استازو سره یې ولیدلي، تر هغې وروسته پاکستان ته ولاړ او بیا بېرته قطر ته ولاړ او له قطره کابل ته راغی.

خلیلزاد کابل ته پر داسې مهال راځي، چې د افغان سولې په تړاو د ده نوې طرحې سره افغان حکومت مخالفت ښودلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي