۰

د مسکو په غونډه کې عبدالله د افغان دولت په استازیتوب ګډون کوي

سی شنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۳
د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي، چې د مسکو په غونډه کې به د یاې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د افغان دولت په استازیتوب ګډون وکړي.
د مسکو په غونډه کې عبدالله د افغان دولت په استازیتوب ګډون کوي
د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي، چې د مسکو په غونډه کې به د یاې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د افغان دولت په استازیتوب ګډون وکړي.

د جمهور آزانس د خبر له مخې دا خبره د ملي روغې جوړې عالي شورا د سلاکارانو د بورډ غړي سید ظاهر مطهري کړي او د مسکو په غونده کې یې د عبدالله ګډون مهم بللی دی.

هغه په دې اړه نور جزیات نه دي رکړي، خو په ورته وخت یې هیله ښودلې، چې طالبان به له دغه فرصت څخه د افغانانو د ګټو لپاره کار واخلي او پام به ورته وکړي.

د یادونې ده، چې د افغان سولې په تړاو د مسکو غونډه د راتلونکې پنشنبې کب ۲۸ مه جوړېږي، چې د یو شمېر هېوادونو استازي به هم په کې ګډون وکړي.

طالبانو هم ویلي، چې د دوی لس کسیزه پلاوی به په دغه غونده کې ګډون وکړي.

په ورته وخت کې امریکا هم ویلي، چې خلیلزاد به د خپل استازي په توګه دغه غونډې ته ورولېږي.

باید و ویل شي، چې د مسکو تر غونډې وروسته د افغان سولې په تړاو بله غونډه د ترکیې په استانبول کې جوړېدونکې ده، چې چمتوالی ورته روان دی.
افغان حکومت ویلي په دواړو غونډو کې به ګډون وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي