۰

د بغلان پوهتونو د استادانو او محصلینو په موټر برید شوی

سی شنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۳
راپورونه وايي، د بغلان پوهنتون د کرنۍ پوهنځۍ د محصلینو او استادانو په موټر وسله وال برید شوی او څلور تنه ټپیان شوي دي.
د بغلان پوهتونو د استادانو او محصلینو په موټر برید شوی
راپورونه وايي، د بغلان پوهنتون د کرنۍ پوهنځۍ د محصلینو او استادانو په موټر وسله وال برید شوی او څلور تنه ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه پوهنتون د کرنې پوهنځۍ یوه سرچینه وايي، د محصلینو او استادونو په کاسټر ډوله موټر د خلازیو په سیمه کې شوی دی.

دغه سرچینې زیاته کړې، چې په دغه برید کې څلور تنه ټپیان شوي دي.

د سرچینې په وینا برید طالبانو پر یوه نظامي موټر وکړ، خو مرمۍ یې د پوهنتون په موټر لګېدلې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځايي سرچینو هم تر اوسه د دغه خبر په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:بغلان
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي