هرات کې د پاشدان اوبو بند باندې وسله وال برید، څلور ساتونکي وژل شوي

26 حوت 1399 ساعت 9:53

چارواکي وایي، وسله والو مخالفنو هرات ولایت کې د پاشدان اوبو بند پر ساتونکو وسله وال برید کړی او ۴ تنو ساتونکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


چارواکي وایي، وسله والو مخالفنو هرات ولایت کې د پاشدان اوبو بند پر ساتونکو وسله وال برید کړی او ۴ تنو ساتونکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وايي، وسله والو مخالفینو نن سه شنبې د کب ۲۶ مه سهار وختې درې بجې پر دغه بند برید وکړ.

د یادې ادارې ویاند نظام خپلواک وايي، د مخالفنو په دغه برید کې درې امنیتي ساتونکي شهیدان شوي، یو تن ټپي او څلور تنه هم نادرکه دي.

خپلواک وايي، طالبانو تر دې وړاندې هم د دغه بند په ساتونکو بریدونه کړي و او یو شمېر سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.

دغه راز د هرات سیمه ییز چارواکو ویلي، طالبانو د روان کال د سلواغې ۲۶ مه هم د پاشدان اوبو بند ۱۱ تنه کارکوونکي برمته کړي وو چې وروسته یې بېرته خوشي کړل.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پاشدان بند په هرات ولایت کې موقعیت لري، چې د جوړېدو چارې یې ۸ کاله وړاندې پیل شوې او اوس یې کار ۶۰ سلنه مخ ته تللی دی.

پر دغه بند چې له سلمان بند څخه وروسته دویم لوی بند دی، ۱۱۷ میلیون امریکايي ډالر لښګت راغلی، چې د افغان حکومت له پراختیايي بودیجې څخه ورکول کېږي.

د بند کارونه تر ډېره مخ ته تللی او د چارواکو په وینا چې درې میاشتې وروسته به د اوبو ذخیره کول په کې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 137374

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137374/

جمهور
  https://www.jomhornews.com