۰

د مسکو د غونډې لپاره د افغان حکومت د پلاوي نوملړ اعلان شو

سی شنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۲
د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي یوه سرچینه وايي، افغان حکومت هم د مسکو د غونډې لپاره یو پلاوی ټاکلی او سبا به مسکو ته ولاړ شي.
د مسکو د غونډې لپاره د افغان حکومت د پلاوي نوملړ اعلان شو
د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي یوه سرچینه وايي، افغان حکومت هم د مسکو د غونډې لپاره یو پلاوی ټاکلی او سبا به مسکو ته ولاړ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سولې د مرکچي پلاوي دغه سرچینې ویلي، د مسکو د غونډې لپاره د ټاکل شوي پلاوی نوملړ کې لاندې کسان شامل دي.

د ملي مصالحې د شورا رئیس عبدالله عبدالله، د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني، د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ولسمشرۍ ماڼۍ پخوانی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم، د ولسمشرۍ ماڼۍ پخوانی مرستیال محمد کریم خلیلي، د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري، د افغان سولې مرکچي پلاوي، مشر محمد معصوم ستانکزی، د افغان سولې مرکچي پلاوي غړی متین بیګ، د افغان سولې مرکچي پلاوي غړی احمد نادر نادري، د افغان سولې مرکچي پلاوي غړې حبیبه سرابي، د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار، افغان حکومت په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د ملي روغې جوړې عالي شورا یوه غړي هم ویلي و، چې د افغان حکومت د پلاوی مشري به د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله کوي.

بل خوا د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی، حبیب الرحمن حکمتیار هم تایید کړې، چې د ده پلار به هم سبا د مسکو په غونده کې د ګډون لپاره روسیې ته ولاړ شي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي