۰

سي اېن اېن: امریکا او طالبان دواړه د دوحې هوکړې ته ژمن نه دي

چهارشنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۴۶
امریکايي سي اېن اېن تلوېزیون په یوه راپور کې ویلي، امریکا او طالبان دواړه دوحه کې کړې هوکړې ته ژمن نه دي، ځکه افغانستان کې د دغه هوکړې سره سم هر څه مخ ته نه دي روان.
سي اېن اېن: امریکا او طالبان دواړه د دوحې هوکړې ته ژمن نه دي
امریکايي سي اېن اېن تلوېزیون په یوه راپور کې ویلي، امریکا او طالبان دواړه دوحه کې کړې هوکړې ته ژمن نه دي، ځکه افغانستان کې د دغه هوکړې سره سم هر څه مخ ته نه دي روان.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه رسنۍ وايي، د امریکا د نه ژمنتیا نښه دا ده، چې ښايي امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو حضور ته ادامه ورکړي.

دغه رسنۍ زیاته کړې همدا اوس په افغانستان کې هر څه د دوحې د هوکړې پر بنسټ مخ ته نه دي روان، خو د بایډن اداره غواړي دغه موارد له خپلو خلکو پټ کړي.

سرچینې د سیګار وروستي راپورته په نغوتې ویلي، که امریکايي سرتېري بې وخته ورځي او د سولې ډاډمنه هوکړه نه رامنځ ته کېږي، نو په افغانستان کې خونړۍ جګړې رامنځ ته شي او نړیوال امنیت ته ستر خطرونه جوړ کړي.

په ورته وخت د سي اېن اېن راپور کې راغلي،  طالبان همدا اوس هم د وخت په ضایع کولو بوخت دي.

راپور وايي، طالبان دې ته په تمه دي چې د دوحې هوکړې نېټه پوره شي او که تر هغه وروسته امریکایي عسکر له افغانستان و نه وځي نو دغه ډله جګړو ته ادامه ورکوي.

د سي اېن اېن په راپور کې ټینګار شوی، چې افغان جګړه باید د خبرو له لارې پای ته ورسول شي او په دې برخه کې ديپلوماتیکې هڅې مهمې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي