۰
خلیلزاد:

ټولو اړخونو د افغان سولې له بهیره د ملاتړ ډاډ راکړی دی

چهارشنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۶
د افغان سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد چې کابل کې خپل دوه ورځنی سفر پای ته رسولی وايي، ټولو اړخونو د افغان سولې له بهیره د ملاتړ ډاډ راکړی دی.
ټولو اړخونو د افغان سولې له بهیره د ملاتړ ډاډ راکړی دی
د افغان سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد چې کابل کې خپل دوه ورځنی سفر پای ته رسولی وايي، ټولو اړخونو د افغان سولې له بهیره د ملاتړ ډاډ راکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد دوه ورځې وړاندې کابل ته راغلی و او له ولسمشر غني او عبدالله تر څنګ یې له یو شمېر افغان سیاسیون او مدني فعالانو سره وکتل.

نوموړي پرون خپل سفر پای ته رسولی او نن یې په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي، چې د افغان سولې د وروستیو پرېکړو په تړاو یې د افغان سیاسیونو او مدني فعالینو ډاډ تر لاسه کړی دی.
 
خلیلزاد وایي، ټول اړخونه د سولې له هغه بهیر ملاتړ کوي چې تېرې لاس ته راوړنې وساتي، جګړه پای ته ورسوي او په پایله کې یې دایمي اوربند رامنځ ته شي.

په ورته وخت د امریکا سفارت بیا په یوه خپره کړې اعلامیه کې، ویلي، د افغان سولې په تړاو به له نړیوالو شریکانو سره د امریکا غونډې او کنفرانسونه دوام کوي او پوره هڅه کېږي چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي