ملي دفاع وزرات کندهار او وردګ ولایتونو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۴۱ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزرات نن پنشنبې د کب ۲۸ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، افغان ځواکونو پرون د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات کړي دي.
سرچینه زیاتوي، هوايي ځواک هم د افغان ځواکونو ملتیا کوله، چې په ترڅ کې یې ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.
دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي، ارغنداب د طالبانو له شتون څخه پاکه شوې او د ۲۰ خونړیو بریدونه مخه هم نیول شوې ده.
په ورته وخت دفاع وزارت د وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې هم د ۱۰ طالبانو د وژل کېدو او ۷ نور د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
دفاع وزارت وايي، دغه ولایت کې یې د طالبانو ايښي ۷ کړۍ ماینونه هم کشف او شنډ شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل