۰
پنټاګون:

باید په افغانستان کې پاتې شو، که ووځو کورنۍ جګړې به هلته پیل شي

پنجشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۵
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون ویلي، چې له افغانستان څخه په بېړه د بهرنیو ځواکونو ایستل به دغه هېواد لپاره بدې او خطرناکې پایلې ولري.
باید په افغانستان کې پاتې شو، که ووځو کورنۍ جګړې به هلته پیل شي
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون ویلي، چې له افغانستان څخه په بېړه د بهرنیو ځواکونو ایستل به دغه هېواد لپاره بدې او خطرناکې پایلې ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې واشنګټن پوست ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزرات په حواله ویلي، له افغانستان څخه د ځواکونو عجولانه وتل به په دغه هېواد کې کورنیو جګړو ته زمینه برابره کړي.

پنټاګون همداراز زیاته کړې، چې دغه پرېکړه به نه یوازې افغانستان کې د کورنیو جګړو سبب شي بلکې، امریکا به یې هم له شره په امان پاتې نه شي او دغه راز به د بشري حقونو وضعیت هم ترینګلی کړی.

د امریکا دفاع وزارت ټینګار کړي، چې د افغانستان شرایط د ځواکونو ایستلو ته برابر نه دي او څو پورې چې په هر اړخیزه توګه ډاډ نه وي تر لاسه شوی امریکا باید په دغه هېواد کې پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د امریکا ولسمشر جوبایډن هم له یوه امریکايي تلوېزیون سره خبرو کې ویلي، چې له طالبانو سره د پر توافق جدي مذاکرات نه دي شوي.

نوموړي زیاته کړې وه، چې د مې تر لومړۍ نیټې پورې له افغانستان څخه د ځواکونو ایستل سخته پرېکړه ده، خو ټینګار یې کړی دی چې امریکا به تر ډېره په دغه هېواد کې پاتې نه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي