۰

خلیلزاد: د مسکو غونده د سولې پروسې د ګړندي کولو لپاره ګټوره وه

شنبی ۳۰ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۴
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي زلمي خلیلزاد د افغان سولې په اړه د مسکو غونده د سولې د ټنګښت او د دې پروسې د چټکتیا لپاره ګټوره بللې ده.
خلیلزاد: د مسکو غونده د سولې پروسې د ګړندي کولو لپاره ګټوره وه
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي زلمي خلیلزاد د افغان سولې په اړه د مسکو غونده د سولې د ټنګښت او د دې پروسې د چټکتیا لپاره ګټوره بللې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د ترویکا ناستې غړو اعلامیه د افغان سولې او د دې پروسې د چټکتیا لپاره مؤثره او ګټوره وه.

دی وايي، د مسکو دوه ورځنۍ ناستې کې یې د افغان حکومت او طالبانو استازي وهڅول، چې په ترکیه کې د سولې په اړه جوړېدونکې ناسته کې برخه واخلي.

ټاکل شوې چې ترکیه راتلونکې اپرېل میاشت کې د افغان سولې په اړه د یوې سترې غونډې کوربتوب وکړي.

دغه راز خلیلزاد د سولې پروسې په برخه کې د مرستې لپاره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي، ژان آرنو لت د ټاکل کېدو، چې یو پیاوړی ډيپلومات دی هرکلی کړی دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي