د ناټو غړي هېوادونه افغانستان کې د خپل ماموریت د دوام په اړه خبرې کوي

3 حمل 1400 ساعت 10:05

ټاکل شوې د ناټو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په افغانستان کې د خپل نظامي ماموریت د دوام په اړه خبرې اترې وکړي.


ټاکل شوې د ناټو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په افغانستان کې د خپل نظامي ماموریت د دوام په اړه خبرې اترې وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو دغه غونده به نن سه شنبې د وري میاشتې ۳ مه بروکسل کې جوړه شي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون په یوه خبري غونده کې ویلي، چې د مۍ میاشتې د ضرب الاجل په رانېږدې کېدو سره د ناټو غړي هېوادونه په دې اړه بحث کوي.

نوموړي ویلي، چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې اصلي موضوع به همدا وي، چې د مۍ تر لومړي نېتې له افغانستان څخه ووځي که پاتې شي.

خو ټینګار یې کړي، چې ناټو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ دوام ته ژمنه ده او دغه ملاتړ ته به دوام ورکوي.

دی وايي، په دې برخه کې هم افغان ځواکونو ته سلا مشورې، زده کړه او همدار راز هغوی ته مالي امکانات برابرول اساسي مساله ده.

ویل کېږي، چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په دې غونډه کې به د امریکا د بهرینو چارو وزیر انتوني بلینکن هم ګډون وکړي.

ناټو دا غونډه پر داسې مهال جوړوي، چې له طالبانو سره د امریکا د کړې هوکړې له مخې ټول بهرني ځواکونه باید د مۍ تر اولې له افغانستان څخه ووځي.

خو څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن له امریکايي رسنیو سره خبرو کې و ویل، چې پر دغه نېټه به د سرتېرو ایستل یوه سخته پرېکړه وي.

ځینو امریکايي چارواکو د بایډن له قوله ویلي و، چې ښايي نوموړی تر شپږو نورو میاشتو پورې هم خپل سرتېري افغانستان کې وساتي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 137518

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137518/

جمهور
  https://www.jomhornews.com