واشنګټن ایکزماینر نشریه لیکي پر امریکا د ناټو او پر افغان حکومت او طالبانو د امریکا فشارونه ډېر شوي او دې دا هیلې ډېرې کړې، چې افغان جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسول شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نشریه لیکي د افغانستان په اړه پر بېلو لورو فشارونه ډېر شوي دي او روانه میاشت هم د افغانستان لپاره مهمه ده.
دغه نشریې زیاته کړې، چې پر امریکا د ناټو له لوري فشار دی او دغه سازمان وایي، امریکا په یوازې ځان د سرتېرو د ایستلو پرېکړه نه شي کولی.
دغه راز نشریه لیکي، چې پر افغان حکومت او طالبانو بیا د امریکا له لوري فشار دی چې ژر تر ژره مذاکرات یوې پایلې ته ورسوي او له بلې خوا د افغانستان په اړه د نړیوالو کنفرانسونو جوړېدل هم هیله بښونکي بلل شوي دي.
سرچینه زیاتوي هیلې زیاتې شوې چې افغان جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي خو دې مسئلې ته د امریکا، طالبانو او افغان حکومت ژمنتیا مهمه ده.
جمهورخبري آژانس:کابل