افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینس سره په کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وايي، د ښاغلي غني او مېرمن لاینس لیدنه پرون دوشنبې د وري ۲ مه ارګ ماڼې کې شوې ده.
خبرپاڼې راغلي، دغه لیدنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیالې هم حضور درلود، دواړو لوریو د سولې پروسې په اړه مفصل بحث وکړ.
سرچینه زیاتوي، چې ولسمشر غني د سولې پروسې د بریاليتوب په اړه د افغانستان حکومت لیدلوری او عملي پلانونه تشریح کړل.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د امریکا د دفاع وزیر لویډ استین هم افغانستان ته راغی او له ولسمشرغني سره یې د سولې پروسې د سرتېرو پر ایستلو او په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پر کمولو بحث وکړ.
نوموړي له ولسمشرغني سره تر لیدنې وروسته په خپله ټویټر پاڼه ولیکل، افغانستان ته د سفر پر مهال له ډېر څه خبر شو او ټول به له ولسمشر بایډن سره شریک کړي، هغه ټینګار کړی و چې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو پرېکړه یوازې د بایډن په لاس کې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل