د ملګرو ملتونو امینت شورا هم نن په افغانستان غونده کوي

3 حمل 1400 ساعت 10:40

راپورونه وايي، ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم نن سه شنبې د وري ۳ مه د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه کړي.


راپورونه وايي، ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم نن سه شنبې د وري ۳ مه د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي د امنیت شورا په دغه غونده کې به د افغانستان په اړه د یادې شورا پر وروستي راپور بحثونه وکړي او د دغه هېواد وضعیت به و ارزول شي.
 
راپورونه زیاتوي، چې په دغه ناسته کې به تر ډېره د افغانستان د سولې، امنیت او ترهګرۍ ضد مبارزې باندې خبرې وشي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د ګڼو پرمختګونو ترڅنګ په تېر ۲۰۲۰ز کال کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی او د امنیتي پېښو په کچه کې لس سلنه ډېروالی راغلی دی.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې نن د ناټو د بهرنیو چارو وزیران هم د افغانستان په اړه مهمه غونډه وکړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټبرنګ پرون خبریالانو ته ویلي، چې په دې غونډه کې به پر دې خبرې وشي، چې د مۍ تر اولې له افغانستان څخه سرتېري وایستل شي او که نه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 137525

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137525/

جمهور
  https://www.jomhornews.com