۰
د امریکا د کانګرس یو غړي:

تر مۍ پورې له افغانستان د سرتېرو ایستلو شونتیا خورا کمه ده

سی شنبه ۳ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۰۷
د امریکا د کانګریس غړی مایک روګرس وایي تر مې میاشتې پورې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو شونتیا خورا کمه ده.
تر مۍ پورې له افغانستان د سرتېرو ایستلو شونتیا خورا کمه ده
د امریکا د کانګریس غړی مایک روګرس وایي تر مې میاشتې پورې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو شونتیا خورا کمه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې روګرس له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، یوازې تېره اونۍ د دوی ترمنځ د افغانستان پر مسئله خبرې شوې دي او په هغه کې هم د سرتېرو د ایستلو موضوع نه ده یاده شوې.

دی وايي، له همدې امله د دې احتمال کم دی چې له افغانستان دې تر مې میاشتې پورې سرتېري و ایستل شي، ځکه یو خو شرایط نه دي برابر او بل په دومره کمه موده کې د توکو لېږد امکان نه لري.

دغه امریکايي سناتور ټینګار کړی چې امریکایي حکومت باید په افغانستان کې وضعیت په سمه توګه وارزوي او دا معلومه کړي چې طالبان پر خپلو ژمنو درېږي او کنه تر هغه وروسته دې د سرتېرو ایستل پيل شي.

تر دې وړاندې هم په امریکایي رسنیو کې داسې ګنګوسې خپرې شوې چې د امریکا له لوري په افغانستان کې د سرتېرو د حضور د دوام لپاره هڅې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن هم څو ورځې وړاندې امریکايي رسنیو ته ویلي و، چې تر مۍ میاشتې پورې به د سرتېرو ایستلو پرېکړه خورا سخته وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي