۰

اتمر له خپل هندي سیال سره پر افغان سوله خبرې کړې دي

سی شنبه ۳ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۱۳
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل هندي سیال جي شنکر سره لیدلي او د افغان سولې په ګډون یې پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
اتمر له خپل هندي سیال سره پر افغان سوله خبرې کړې دي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل هندي سیال جي شنکر سره لیدلي او د افغان سولې په ګډون یې پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اتمر چې هند ته په سفر تللی پرون دوشنبې د وري ۲ مه ماښام له ښاغلي جي شنکر سره په نوي ډهلي کې لیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي، په دغه لیدنه کړې دواړو لورو د دوه اړخیزه اړیکو پر پراختیا، د افغان سولې او مذاکراتو په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پر پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو او سیمه ییز اتصال خبرې اترې کړې دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه لیدنه کې پر سیمه ییز اتصال په ځانګړي ډول د ریل پټلۍ له لارې د مرکزي او جنوبي آسیا نښلولو، د چابهار بندر پراختیا او سوداګریزه اړیکو په زیاتېدو ټینګار وکړ او دا یې د سیمې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهم وباله.

خبرپاڼه وايي، دواړو لورو موافقه وکړه، چې د اقتصادي همکاریو د زیاتولو او پراختیا لپاره به ځانګړې کاري ډلې جوړوې او د دغه ډلو له لارې به په بېلا بېلو برخو کې خپلې پروژې سره پلې کوي.

د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې په دې ناسته کې د ترویکا د مسکو غونډې په اړه هم خبرې وشوې او د افغان سولې لپاره یې د دغه غوندې وروستۍ اعلامیه ګټوره وبلله.

هندي چارواکو د افغان سولې او اقتصادي پراختیا په اړه په سیمه ییز کنفرانسو، لکه د آسیا زړه کنفرانس او د ترکیې په ناسته کې د ګډون ډاډ ورکړی او ټینګار یې کړي، چې دوی د افغانانو په رهبرۍ د سولې ملاتړ او د تېرو کلونو د لاس ته راوڼو ساتل غواړي.

د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي اتمر د سولې پروسه کې د هند رول مهم وباله او له دغه هېواد څخه یې چې د افغان سولې په تړاو په سیمه ییزه او نړیواله اجماع کې همکاري وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په رامنځ ته کولو کې خپل رول اداد کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي