په تېرو دوو میاشتو کې ۴۹ زره افغانان د جګړو له امله بې ځایه شوي

3 حمل 1400 ساعت 11:29

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، په تېرو دوه میاشتو کې ۴۹ زره افغانان د جګړو له امله د خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.


افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، په تېرو دوه میاشتو کې ۴۹ زره افغانان د جګړو له امله د خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اوچا نن سه شنبې د وري ۳ مه په یوه راپورک ې ویلي، یاد کسان د هېواد له شمال، جنوب، شمال ختیځ او شمال لوېدیځ ولایتونو کې د جګړو له امله بې ځایه شوي دي.

د (اوچا) دفتر د معلوماتو په اساس د یادو کسانو ۲۰ سلنه یې د پاخه عمر نارینه، ۲۱ سلنه یې ښځې او ۵۹ سلنه یې تر ۱۸ کلنۍ کم عمره ماشومان دي.

هلمند، کندهار، نیمروز، فراه،هرات، بادغیس،بلخ، سر پل،سمنګان، تخار، کندز، بدخشان، بغلان،ننګرهار او کونړ هغه ولایتونه دي چې یادې کورنۍ د جګړو له امله ورڅخه بېځایه شوي دي.

اوچا همدارنګه زیاته کړې چې په د ۲۰۲۱ کال په لومړیو دوو میاشتو کې له ایران هیواد څخه هم ۱۵۴زره او له پاکستان څخه ۱۶۰۰ کډوال بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

جمهورخبري آژآنس:کابل
 
 


د مطلب کود: 137529

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137529/

جمهور
  https://www.jomhornews.com