۰
د ناټو مشر:

طالبانو تر اوسه له القاعده شبکې او نور ترهګرو ډولو سره اړیکې نه دي پرېکړې

سی شنبه ۳ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۲۷
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټبرګ په تازه څرګندونو کې پر طالبانو نیوکه وکړه، چې دغه ډلې تر اوسه د القاعده شبکې او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې نه دي پرېکړې.
طالبانو تر اوسه له القاعده شبکې او نور ترهګرو ډولو سره اړیکې نه دي پرېکړې
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټبرګ په تازه څرګندونو کې پر طالبانو نیوکه وکړه، چې دغه ډلې تر اوسه د القاعده شبکې او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې نه دي پرېکړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سټولټنبرګ چې نن سه شنبې د وري ۳ مه د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو پرانست غونډه کې وینا کوله، پر طالبانو غږ وکړ، چې د دوحې د هوکړې سره سم باید له القاعده، داعش او نورو ترهګرو ډولو سره خپلې اړیکې پرې کړي.

هغه و ویل«طالبانو تر اوسه له نړیوالو ترهګرو په ځانګړي توګه القاعده او داعش سره خپلې اړیکې نه دي پرېکړې، دغه ډله باید دا اړیکې پرېکړي او د سولې خبرې چټکې کړي.»

ینس سټولټنبرګ ټینګار وکړ، چې افغان جګړه نظامي حل لار نه لري او یوازې حل حلار سیاسي جوړجاړی دی او د دې لپاره باید د سولې خبرې چټکې شي.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه چې نن پیل شوې او سبا به هم دوام وکړي تر اوسه د افغانستان په اړه په کې کومه پرېکړه نه ده شوې.

خو پرون سټولټنبرګ په یوه خبري ناسته کې ټینګار وکړ، چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به په دغه غونډه کې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو او یا نه وتلو په اړه پرېکړه وکړي.

ښاغلي سټولټنبرګ دا ډاډ هم ورکړی و، چې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو به ناټو ملاتړ دوام ولري او په دې برخه کې به په خپلو ژمنو عمل وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له طالبانو سره د امریکا د کړې هوکړې له مخې، ټول بهرني ځواکونه باید د مۍ تر اولې له افغانستان څخه ووځي.

خو په همدې غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ولسمشر جوبایډن له قوله ویلي، چې تر مۍ پورې د سرتېرو ایستل ستونزمن کار دی.

نوموړي زیاته کړې، چې امریکا له خپلو متحدینو سره یو ځای افغانستان ته تللې او په ګډه به تر سلا مشورو وروسته په هغه صورت کې وځي، چې دا ډاډ تر لاسه شي، چې افغانستان به بیا د ترهګرو په ځاله نه بدلېږي.

د ناټو او امریکا چارواکي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې طالبانو خبرداری ورکړی، چې که امریکا د دوحې د هوکړې سره سم له افغانستان څخه ونوځي، پر وړاندې به یې سخت غبرګون وښي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي