۰
د افغانستان ملګري هېوادونه:

افغانستان کې باید هدفي وژنې ودرول شي او عاملین یې باید محاکمه شي

سی شنبه ۳ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۵۸
د افغانستان د ملګرو په نامه له ۳۵ هېوادونو یوې جوړې شوې ډلې افغانستان کې وروستی تاوتریخوالی غندلی او د کمېدو غوښتنه یې کړې ده.
افغانستان کې باید هدفي وژنې ودرول شي او عاملین یې باید محاکمه شي
د افغانستان د ملګرو په نامه له ۳۵ هېوادونو یوې جوړې شوې ډلې افغانستان کې وروستی تاوتریخوالی غندلی او د کمېدو غوښتنه یې کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، د طالبانو، داعش او نورو ډلو په هدفي بریدونو کې په وروستیو کې خبریالان او مدني فعالین په نښه شوي چې دغه لړۍ باید پای ته ورسول شي.

په اعلامیه کې ویل شوي، تاوتریخوالي او هدفي بریدونو د سولې هڅې تر سیوري لاندې راوستې دي، د بیان ازادي یې له ګواښ سره مخ کړې ده او د بشري مرستو د رسونې په برخه کې یې خنډونه جوړ کړي دي.

دوی په دې ګډه اعلامیه کې له ښکېلو لورو غوښتي چې جګړې پای ته ورسوي او له سیاسي لارو ستونزې حل کړي.

دغه ۳۵ هېوادونود سولې ملاتړ کړی دی او په خبره یې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې حل کېږي او تاوتریخوالی باید په بشپړه توګه ختم کړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي