۰
اتمر:

له سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پرته تل پاتې سوله ناشونې ده

سی شنبه ۳ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۴۳
د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي، هغه سوله چې سیمه ییز او نړیواله اجماع پرې شتون ونه لري، تل پاتې به نه وي.
له سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پرته تل پاتې سوله ناشونې ده
د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي، هغه سوله چې سیمه ییز او نړیواله اجماع پرې شتون ونه لري، تل پاتې به نه وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اتمر دغه څرګندونې کابل کې له یو شمېر پخوانیو هندي سفیرانو سره د کتنې پر مهال کړې دي.

اتمر چې دا مهال په هند کې دی په افغانستان کې له یو شمېر پخوانیو هندي سفیرانو سره په کتنه کې د سولې او د افغانستان او هند د خلکو تر منځ پر اړیکو خبرې کړې دي.

ښاغلي اتمر په دغه لیدنه کې د افغان سولې په تړاو د مسکو د غوندې په اړه معلومات ورکړي او د سولې په برخه کې یې مخ پر پراختیا سیمه ییزې هڅې ستایلې دي.

نوموړي په سیمه ییزه تعمولاتو په ځانګړي ډول د افغان سولې په برخه کې د هند رول مهم بللی ویلي یې دي، افغانستان کې تر هغې تل پاتې سوله نه شي راتلی، تر څو یوه داسې سیاسي حل لار ونه موندل شي، چې ټولو افغانانو ته د منلو او سیمه ییز او نړیوال هېوادونه پرې اجماع ولري.

ښاغلي اتمر ټینګار کړي، چې د تېرو دوه لسیزو د لاس ته راوڼو ساتنه، سیاسي او مدني حقوق، د بیان آزادي او د رایې حق هغه څه دي، چې ملي اجماع پرې شتون لري او په افغانستان کې سولې ته د رسېدو زمینه برابرولی شي.

هندي سفیرانو هم ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې ملاتړی دی او په دغه هېواد کې تېرو لاس ته راوڼو او د جمهوریت په چوکاټ کې د یوه سیاسي جوړجاړي پلوي دی.

د یادونې ده، چې ښاغلي اتمر پرون له خپل هندي سیال جي شنکر سره هم د افغانستان د سولې، دوه اړخیزه اقتصادي، سیاسي او اجتماعي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي