اورپايي ټولنې له ترکیې سره پر افغان سوله خبرې کړې دي

4 حمل 1400 ساعت 9:14

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزېف بورېل د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو سره د افغان سولې پر بهیر خبرې کړې دي.


د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزېف بورېل د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو سره د افغان سولې پر بهیر خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اروپايي ټولنې پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دواړو لورو د افغان سولې په تړوا ترکیه کې پر جوړېدونکي کنفرانس بحث کړی دی.

په ټوېټ کې ویل شوي، اروپايي ټولنه د ناټو د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې د ترټولو ډېرو سرتېرو په لرلو سره په افغانستان کې د سولې د ټینګښت غوښتونکې ده او په دې برخه کې به له افغانان سره ګډ کار وکړي.

د اروپايي ټولنې د دغه مشر او ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د خبرو نور جزیات نه دي په ډاګه شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 137557

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137557/

جمهور
  https://www.jomhornews.com