۰

د ولسمشر غني د سولې نوی پلان اعلانوي، د اوربند په شرط له وخته وړاندې ټاکنې هم په کې شته

چهارشنبه ۴ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۳
راپورونه وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تل پاتې سولې لپاره نوی پلان لري، چې د ترکیې په غونډه کې به یې وړاندې کړي.
د ولسمشر غني د سولې نوی پلان اعلانوي، د اوربند په شرط له وخته وړاندې ټاکنې هم په کې شته
راپورونه وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تل پاتې سولې لپاره نوی پلان لري، چې د ترکیې په غونډه کې به یې وړاندې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دریو لوړ پوړو افغان چارواکو د دغه راپور پخلی کړی او ویلي یې دي، ولسمشر پلان لري، چې په را روانو شپږو میاشتو کې د ولسمشرۍ لپاره نوې ټاکنې اعلان کړي.

دغه چارواکو چې نومونه یې نه دي اخیستل شي رویټرز خبري آژانس ته ویلي، دا د ولسمشر غني د سولې نوی پلان دی.

یوه افغان چارواکي دغه آژانس ته ویلي« د امریکا د پلان په مقابل کې چې موږ د استانبول په غونډه کې کوم پلان مخې ته کوو، په هغه کې له وخته مخکې انتخابات کیږي، خو په دې شرط چې طالبان په اوربند موافقه وکړي.»

په ورته وخت کې یوه بل افغان چارواکي ویلي، ښاغلی غني به هېڅکله هم د واک په پرېښودو موافقه ونه کړي، ځکه راتلونکی حکومت باید د دموکراتیک بهیر له لارې جوړ شي، نه د سیاسي معاملې له لارې.

رویټرز د یو بل افغان چارواکي له خولې هم ویلي دي چې ولسمشر غني د خپلې «لارې نقشه» له ښاغلي خلیلزاد سره هم شریکه کړې ده.
د سرچینې په وینا د هغې طرحې له مخې چې ولسمشر یې د ترکیې غونډې ته وړاندې کوي اوسنی حکومت به چې ښاغلی غني یې مشري کوي، د سولې د حکومت په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.

سرچینه زیاتوي چې په افغانستان کې له وخته مخکې انتخابات د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او متحدایالتونو تر څارنې لاندې ترسره کېدای شي.
دغه سرچینې دا هم ویلي چې طالبان له انتخاباتو مخکې د یوه مېکانېزم پر اساس کولای شي د سولې په حکومت کې ګډون وکړي، وزارتونه او ریاستونه اداره کړي او جنګیالي به یې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې جذب شي.

د دې چارواکي په وینا پر دې هم بحث کېدای شي چې د طالبانو استازو ته به په پارلمان او حکومت کې په کومه کچه ونډه ورکول کېږي.

سرچینه وايي، د دې لپاره چې له وخته مخکې انتخاباتو کې د احتمالي درغلیو مخه ونیول شي او د طالبانو شکونه لېرې شي ولسمشر غني او دواړه مرستیالان به یې په انتخاباتو کې ګډون ونه کړي.

سرچینه زیاتوي چې د ولسمشر دا طرح له امریکايي چارواکو سره شریکه شوې څو په دې اړه سلا مشورې وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دواخان مینه پال بیا په شپږ میاشتو کې د ننه د ټاکنو د اعلانولو خبره رد کړه او ټینګار یې کړي، چې د واک د انتقال یوازینی اصل انتخابات دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې خپله ولسمشر غني هم و ویل، چې که طالبان سبا راشي دی اماده دی چې له وخته مخکې انتخابات وکړي، خو ټينګار یې وکړ، چې  له ټاکنو پرته به واک خپل ځای ناستي ته نه پېږدي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي