کابل کې ماین چاودنې یو پولیس ټپي کړی دی

4 حمل 1400 ساعت 9:56

پولیس چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې یو پولیس ټپي شوی دی.


پولیس چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې یو پولیس ټپي شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن چهارشنبې د وري ۴ مه د کابل د پغمان ولسوالۍ اړوند باغ دواود سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کابل امنیه قومانداني تاییدوي، چې د باغ دواود سیمه کې د پولیسو په رنجر موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې یوازې یو پولیس ټپی شوی دی او نوره مرګ ژوبله نه لري.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 137562

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137562/

جمهور
  https://www.jomhornews.com