دیبورا لاینز د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته!

نور باید په ګډه همکارۍ د افغانانو رنځ او درد پای ته ورسوو

4 حمل 1400 ساعت 10:14

افغانستان کې د ملګروملتو مرستندویه دفتر مشرې دیبورا لاینز د دغه سازمان امنیت شورا ته ویلي، چې د افغانستان وضعیت تر پخوا خراب شوی دی.


افغانستان کې د ملګروملتو مرستندویه دفتر مشرې دیبورا لاینز د دغه سازمان امنیت شورا ته ویلي، چې د افغانستان وضعیت تر پخوا خراب شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دیبورا لاینز په خپلو خبرو کې د افغانستان پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې ویلي یې دي، چې نېږدې ۴۰ سلنه وګړي په کړکېچ کې ژوند تېروي.

نوموړې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې باید د سولې لپاره هڅې وشي او ټول تمرکز دې پر دې وي چې نور د افغانانو رنځ او درد ختم کړل شي.

مېرمن لاینز د دوحې د مذاکراتو په اړه ویلي چې د افغانانو په ګډون د افغانستان نړیوال متحدین هم له دې بهیر ناخوښ او ناهیلي شوي دي ځکه نه یوازې دا چې جګړه یې کمه نه کړه بلکې په ډېرو برخو کې جګړې ډېرې شوې دي.

د ملګرو ملتونو استازې زیاته کړې، چې افغانستان لا ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري او مرستندویه هېوادونه باید په دې برخه کې همکاري وکړي.

لاینز ټینګار کړی چې د افغانستان وضعیت پر ټوله نړۍ اغېز لري نو له همدې امله د دې جدي اړتیا ده چې نړیوال له افغانستان سره د سولې او بشري مرستو په برخه کې همکارۍ ډېرې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 137564

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137564/

جمهور
  https://www.jomhornews.com