۰

نن به د کمال خان اوبو بند پرانسته وشي

چهارشنبه ۴ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۸
د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، نن چهارشنبې د وري ۴ مه به د هېواد په لوېدیځ کې د کمال خان د اوبو ستر بند پرانسته وشي.
نن به د کمال خان اوبو بند پرانسته وشي
د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، نن چهارشنبې د وري ۴ مه به د هېواد په لوېدیځ کې د کمال خان د اوبو ستر بند پرانسته وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه بند د پرانستې مراسمو ته ولسمشر محمد اشرف غني ورغلی او نن به دغه بند پرانیزي.

کمال خان بند چې د هېواد په لوېدیځ نیمروز ولایت کې موقعیت لري له تېرې سلواغې میاشتې راهیسې په کې د اوبو د غونډېو چارې پيل شوې دي.

دغه بند د ۵۲ میلیون مترمکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري، چې ۱۸۴ زره هکتاره ځمکه ته به د خړوبېدو او دغه راز د ۹ میګاواټه برېښنا د تولید زمینه برابره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي