۰
ولسمشرغني د کمال خان بند پرانست غونډه کې ایران ته!

اوس مو د مذاکرې دروازه ستاسو پر مخ خلاصه ده، که زیاتې اوبه غواړی تېل به راکوی

چهارشنبه ۴ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۳۰
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کمال خان اوبو بند پرانست غونده کې و ویل، چې افغانستان د خپلو اوبو مدیریت ته ژمن دی او په خپل ټول توان به خپلې اوبه مهار کړي.
اوس مو د مذاکرې دروازه ستاسو پر مخ خلاصه ده، که زیاتې اوبه غواړی تېل به راکوی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کمال خان اوبو بند پرانست غونده کې و ویل، چې افغانستان د خپلو اوبو مدیریت ته ژمن دی او په خپل ټول توان به خپلې اوبه مهار کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني زیاته کړه، چې د کمال خان په بشپړېدو سره به اوس ټولو ته روښانه شوي وي، چې د افغانستان دولت او ولس نه یوازې طرحې لري، بلکې د پلي کولو لپاره یې عملي اراده هم لري.

ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې د افغانستان د اوبو د مدیریت لپاره مهم پلانونه لري او ډېر ژر به افغانستان په زراعتي برخه کې پر ځان بسیا شي.

نوموړي زیاته کړه، چې ډېر ژر به د کمال خان بند د کانالونو چارې هم بشپړې شي، چې ورسره به د زرګونه هکتاره ځمکې خړوبولو ته زمینه برابره شي.

ولسمشر د اوبو د مدیریت تر څنګ و ویل، چې اوس د افغانستان اوبه د مهارېدو په حال کې دي او له دې وروسته به چا ته خپلې اوبه مفتې ورنه کړي.

ښاغلي غني ایران ته په خطاب کې و ویل، چې هوکړې له مخې به تر ټاکل شوې اندازې پورې اوبه ورپېږدي او په وینا یې که ایران له دې ډېرې اوبه غوښتې، په مقابل کې به یې یا تېل ورکوي یا پیسې.

نوموړي و ویل«دا خبر به پرېږدو چې موږ پخوا څه و اوس ایران ته وایم، چې اقتصاد د دواړو هېوادونو تر منځ متمم دی، نور موږ چا ته مفتې اوبه نه ورکوو، خو د مذاکرې دروازې مو پرانستې، که تېل راکوي، اوبه درکوو، او که زیاتې اوبه غواړي پیسې به راکوۍ.»

افغان ولسمشر ټینګار وکړ، چې په ملي ګټو کې به یوه ذره هم شاتګ ونه کړي او په وینا یې ملي ګټې همدا دي، چې سیمه ییزه همغږي رامنځ ته شي او متقابل درناوی وي.

ښاغلي غني دا هم و ویل، چې له ایران او دوه نورو نړیوالو شرکتونو سره پر دې هم خبرې کوي، چې په نیمروز کې د بادي او لمریزې برېښنا پروژې هم پلې شي، تر څو ایران هم ګټه ترې واخلي.

ولسمشر زیاته کړه، د یوې څېړنې له مخې افغانستان کې د ۷۰ زره میګاواټه بادي او لمریزې برېښنا ظرفیت شته او چې کار پرې وشي ګټه به یې ټولې سیمې ته ورسېږي.

پر طالبانو نیوکې:

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې پر طالبانو هم سختې نیوکې وکړې، چې نه یوازې د بنسټیزو او عامه تسیساتو جوړولو پر وړاندې خنډ دي، بلکې په وینا یې طالبانو تر ډېره عامه تاسیسات نړولي دي.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې طالبانو په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د عامه تاسیساتو په ورانولو سره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت زیان اړولی دی.

نوموړي زیاته کړه«طالبانو ته وایم لس دقیقې د کمال خان پر بند فکر وکړی، تاسو په تېر یوه کال کې د یو میلیارد ډالرو په ارزښت افغانستان ته زیان اړولی، دا مو په حقیقت کې افغان ولس له لسو کمال خان بندونو محروم کړی دی، طالبان باید فکر وکړي، چې که سبا په هېواد کې سوله راشي په څه به دوی ژوند کوي، څه به خوري، دوی باید په دې باندې فکر وکړي، دا ولس نور نه غواړي، چې شاه ته ولاړ شي او نه غواړي پانګې یې په نورو ځایونو کې ولګول شي.»

د امریکا د سولې طرحې ته اشاره:

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې د امریکا د سولې وروستۍ طرحې ته هم په اشارې سره و ویل، چې په ملي ګټو کې به یوه زره هم شاته ولاړ نه شي.

ښاغلي غني په دې اړه نور جزیات ور نه کړل، خو ویې ویل«آوازې، کاغذونه او طرحې به راځي، خو افغانستان به لکه ونه مستقیم په خپل مقام وي.»

افغان ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې افغانان نور باید دا فکر ونه لري، چې لاس یې بل ته اوږد وي، بلکې په وینا یې په خپلو پټو زېرمو کار وکړي او خپل ځان پر خپلو پښو ودروي.

د یادونې ده، کمال خان بند چې د هېواد په لوېدیځ نیمروز ولایت کې موقعیت لري د ۱۱۱ میلیونه امریکايي ډلرو په لګښت جوړ شوی دی.

د اوبو چارو د تنظیم مشر خان محمد تکل په یاده مراسمو کې و ویل، چې دغه بند د ۵۲ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو، ۱۸۴ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو او د ۹ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.

نوموړي زیاته کړه، چې ډېر ژر به د دغه بند پنځه کانالونه د جوړولو چارې هم پیل شي، چې ورسره به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي