۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: د طالبانو د امارت بیا راګرځېدل امکان نه لري

پنجشنبه ۵ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۸
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو د امارات د بیا رامنځ ته کېدل رد کړي وايي، دا امکان نه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: د طالبانو د امارت بیا راګرځېدل امکان نه لري
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو د امارات د بیا رامنځ ته کېدل رد کړي وايي، دا امکان نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بلینکن دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د وري ۴ مه بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې کړې دي.

نوموړي ویلي، امریکا، روسیې، چین او پاکستان سره له دې چې ځینې وخت اختلافونه لري خو د طالبانو د امارت بیا رامنځ ته کېدل یې په واضح توګه رد کړل.

د مسکو په غونډه کې چې د افغان سولې په تړاو جوړه شوې وه څلور واړه هېوادونو د ناستې په پای کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره په ښکاره ټکو و ویل، چې په افغانستان کې بیا د طالبانو د امارات منځ ته راتګ نه غواړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړي، چې د دغه څلور واړه هېوادونو دغه لید لوری خورا مهم او د پام وړ دی، چې ډېر مشترک ټکي په کې شته دي.

انتوني بلینکن له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په مسوولانه وتلو د ټینګار تر څنګ زیاته کړه، چې دوی په دې اړه په ناټو کې د خپلو متحدینو سره په همغږۍ کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د مسکو غونډه له لاس ته راوڼو ډکه وبلله ویې ویل، چې د افغانستان ديپلوماسۍ پرمختګ کړی او امریکا له افغانستان د خپلو سرتېرو ارزونه پیل کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي