۰
د امریکا د استازو جرګې غړی:

امریکا هڅه کوي، خپل یو شمېر سرتېري تر مۍ وروسته هم افغانستان کې وساتي

پنجشنبه ۵ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۵
د امریکا د استازو جرګې یوه ارشد غړي آدام سمیت وايي، د امریکا دولت په دې لټه کې ده، چې د مۍ تر ضرب الاجل وروسته هم افغانستان کې خپل سرتېري وساتي.
امریکا هڅه کوي، خپل یو شمېر سرتېري تر مۍ وروسته هم افغانستان کې وساتي
د امریکا د استازو جرګې یوه ارشد غړي آدام سمیت وايي، د امریکا دولت په دې لټه کې ده، چې د مۍ تر ضرب الاجل وروسته هم افغانستان کې خپل سرتېري وساتي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سمت چې د استازو جرګې د پوځي کمېټې مشر دی ویلي دي، چې د امریکا دولت طالبانو سره یوه توافق ته د رسېدو سره سم دا هڅه هم کوي، چې یو شمېر د ترهګرۍ ضد سرتېري له داعش سره د مبارزې په خاطر په افغانستان کې وساتي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه موضوع تر ارزونې لاندې ده او ده د بایډن د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان او دفاع وزیر لوید آسټن سره هم خبرې کړې دي.

دغه امریکايي استازي ویلي په افغانستان کې د ۳۵۰۰ امریکايي او کابو ۷ زره ناټو سرتېرو شتون ته په کتو له لوجستیکي پلوه په شپږو میاشتو کې د دغه شمېر سرتېرو ایستل ستونزمنه خبره ده.

د هغه په وینا د بایډن دولت ته لومړی پکار ده، چې د امریکا تر قوماندې لاندې یو شمېر سرتېرو د یو څه زیاتې مودې د ستانې په اړه له طالبانو سره خبرې اترې وکړي.

نومړي ویلي، د بایډن دولت هم غواړي، چې د مۍ ضرب الاجل تمید کړي او وروسته دا ارزونه وکړي، چې آیا طالبانو خپل نظر بدل کړی که نه ځکه په وینا یې طالبان څومره چې له افغان دولت سره جنګېږي د داعش پر وړاندې هم جګړه کوي.

دی وایي، په دې شک لري، چې طالبانو دې د امریکايي سرتېرو د حضور په اړه خپل نظر بدل کړی خو په خبره یې دا د امریکا د دولت په فکر کې دي، چې په دې اړه خبرې اترې ارزښت لري.

دغه امریکايي سرتېری یادې څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له طالبانو سره د دوحې د تړون په اساس ټول بهرني ځواکونه باید د روان میلادي کال تر مۍ میاشتې پورې له افغانستان څخه ووځي.

طالبانو خبرداری ورکړی، چې که تړون سره سم تر ټاکلې مودې بهرني ځواکونه افغانستان پرېنږدي، د دوی له سخت غبرګون سره به مخ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي