۰
روسیه امریکا ته!

ځواکونه مو وباسۍ، طالبانو ته د دوحې هوکړې د ماتولو پلمه مه ورکوی

پنجشنبه ۵ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۹
روسیې له امریکا او متحدینو یې غوښتي، چې د دوحې د تړون سره سم دې تر مۍ میاشتې پورې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.
ځواکونه مو وباسۍ، طالبانو ته د دوحې هوکړې د ماتولو پلمه مه ورکوی
روسیې له امریکا او متحدینو یې غوښتي، چې د دوحې د تړون سره سم دې تر مۍ میاشتې پورې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پرون چهارشنبې د وري ۴ مه په یوه خبري کنفرانس کې کړې دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، چې د افغان سولې په تړاو د مسکو کنفرانس پایلې د رضایت وړې وې او د افغانستان د سولې بهیر یې تازه کړی دی.

کابلوف له واشنګټن څخه غوښتي، چې د طالبانو سره د کړې موافقې پر اساس دې د ټاکل شوي ضرب الاجل سره سم امریکايي او ناټو ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

د روسیې ځانګړي استازي زیاته کړې، چې امریکا ښایي په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د حضور نېټه وغځوي.

دی وايي، امریکا او طالبان تر څو میاشتو پورې د امریکایي سرتېرو د حضور پر تمدید خبرې کوي خو د ده په خبره دا چاره به بدې پایلې ولري او طالبانو ته به د امریکا د ملامتولو پلمه ورجوړه کړي او دوحې تړون به مات کړي.

روسیه دا غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن څو ورځې وړاندې ویلی و، چې د مۍ تر اولې پورې له افغانستان څخه د ځواکونو ایستلو پرېکړه سخته وي.

په ورته وخت کې د امریکا د استازو جرګې ځینې غړي وایي، د بایډن اداره په دې لټه کې ده، چې د ځواکونو د ایستلو ضرب الاجل تمدید کړې او د مۍ څخه وروسته هم یو شمېر ځواکونه افغانستان کې د داعش سره د مبارزې لپاره وساتي.

د امریکا د استازو جرګې د پوځي کمېتې مشر آدام سمیت ویلي، په شپږو میاشتو کې د ۳۵۰۰ امریکايي او کابو ۷ زره ناټو سرتېرو ایستل د لوجستکي پلوه امکان نه لري او امریکا باید په دې اړه له طالبانو سره خبرې وکړي.

خو طالبانو له وړاندې خبر ورکړی، چې که د دوحې له هوکړې سره سم تر ټاکلې نېټې پورې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ونوځي، د دوی له سخت غبرګون سره به مخ شي.

د دوحې د هوکړې له مخې ټول بهرني سرتېري باید د روان میلادي کال د مۍ تر اولې نېټې پورې له افغانستان څخه ووځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي