اروپايي ټولنه:

غواړو له امریکا سره د افغان سولې په اړه خپله همکاري پیاوړې کړو

5 حمل 1400 ساعت 14:46

افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي وان برندت وايي، اروپايي ټولنه غواړي، له امریکا سره د افغان سولې په تړاو خپلې همکارۍ پیاوړې کړي.


افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي وان برندت وايي، اروپايي ټولنه غواړي، له امریکا سره د افغان سولې په تړاو خپلې همکارۍ پیاوړې کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې برندت ویلي، افغانان نور له اوږدې جګړو ستري شوي او اړتیا ده، چې په دغه هېواد کې د سولې لپاره ټول شریک هېوادونه خپل رغنده رول ولوبوي.

د هغه په وینا امریکا او اروپایي ټولنه په دې هڅه کې ده چې له خپلو ټولو شریکانو سره د افغان سولې برخه کې همکارۍ پیاوړې کړي څو د سولې بهیر کې پرمختګ سره دا هېواد تلپاتې سولې او ثبات ته ورسېږي.

په ورته وخت کې د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسي مشر جوزف بوریل د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انټوني بلینکن سره لیدلي او زیاته کړې یې ده چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغان سولې په ګډون پر نورو مهمو مسائلو ګټورې خبرې کړې دي.

اروپايي ټولنه دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینس وړمه ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خبرو کې ویلي و، چې نور باید د افغانانو ۲۰ کلن درد او رنج په ګډه پای ته ورسول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 137609

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137609/

جمهور
  https://www.jomhornews.com