المان په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د حضور موده وغځوله

7 حمل 1400 ساعت 9:56

د المان پارلمان هغه طرحه تصویب کړه، چې پر بنسټ به یې د دغه هېواد ځواکونه تر یوه بل کال پورې په افغانستان کې پاتې وي.


د المان پارلمان هغه طرحه تصویب کړه، چې پر بنسټ به یې د دغه هېواد ځواکونه تر یوه بل کال پورې په افغانستان کې پاتې وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا طرحه وړاندې د المان دولت له خوا خپل پارلمان ته د تصویب په خاطر لېږل شوې وه، چې د تېرې پنشنبې وري ۴ مه د پارلمان له خوا تصویب شوه.

د دغه طرحې پر اساس به افغانستان کې مېشت ۱۳۰۰ الماني سرتېري د ۲۰۲۲ میلادي کال تر لومړی میاشتې پورې په افغانستان کې پاتې شي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې هوکړې پر اساس چې ټاکل شوې ټول بهرني سرتېري له افغانستان څخه ووځي، جرمني لوړنی هېواد دی، چې په افغانستان کې یې د خپلو سرتېرو موده وغځوله.

د جرمنې دفاع وزیر څو ځلې خبرداری ورکړی و، چې که بهرني ځواکونه له وخت وړاندې افغانستان پرېږدي، دغه هېواد کې به جګړې ډېرې شي او طالبان به د زور له لارې د واک تر لاسه کولو هڅه وکړي.

هایکو ماس دوه ورځې وړاندې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې و ویل، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل باید په دغه هېواد کې د سولې په مثبتو پایلو پورې تړلی وي.

جرمني په افغانستان کې د خپلو سرتېرو موده پر داسې مهال غځوي، چې طالبانو خبرداری ورکړی، چې که د دوی سره د کړې هوکړې له مخې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ونوځي، پر وړاندې به یې سخت غبرګون وښيي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 137622

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137622/

جمهور
  https://www.jomhornews.com