۰
جوبایډن:

تر مۍ پورې له افغانستان د سرتېرو ایستل سخت کار دی

شنبی ۷ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۵
د امریکا ولسمشر جوبایډن یو ځل بیا ټینګار کړي، چې تر مۍ میاشتې پورې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل عملي کېدونکي نه دي.
تر مۍ پورې له افغانستان د سرتېرو ایستل سخت کار دی
د امریکا ولسمشر جوبایډن یو ځل بیا ټینګار کړي، چې تر مۍ میاشتې پورې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل عملي کېدونکي نه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بایډن چې پرون په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې و ویل، له تخنیکي پلوه ستونزمنه ده، چې امریکايي ځواکونه تر مۍ میاشتې پورې له افغانستان څخه ووځي.

نوموړي زیاته کړه، چې امریکا له خپلو متحدینو سره افغانستان کې د خپلو سرتېرو په اړه په سلا مشورو بوخته ده او دا خبرې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له خوا روانې دي.

په ورته وخت کې بایډن دا هم و ویل، چې سرتېري به یې تر ډېره په افغانستان کې پاتې نه شي.

هغه د دغه پوښتنې په ځواب کې چې آیا امریکايي سرتېري راتلونکی کال هم افغانستان کې وي، و ویل«فکر نه کوم، ځکه د امریکا دولت نه غواړي تر اوږدې مودې پورې خپل سرتېري هلته وساتي.»

نوموړي دا هم ویلي، چې د امریکا دولت د طالبانو او ټرمپ تر منځ د شوې هوکړې ارزونه پیل کړې تر څو معلومه شي، چې دغه تړون تر کومو شرایطو لاندې او څه توافقات په کې شوې دي.

د امریکا ولسمشر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې المان په افغانستان کې د خپلو سرتېرو موده یو کال نوره هم اوږده کړې، خو طالبانو خبرداری ورکړی، چې که په ټاکلې نېټه ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ونوځي، پر وړاندې به یې سخت غبرګون وښي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي