۰
طالبان:

که په ټاکلې نېټه بهرني سرتېري ونه وتل، د جګړې د دوام مسوولیت د امریکا په غاړه دی

شنبی ۷ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۸
طالبانو د امریکا د ولسمشر جوبایډن تازه څرګندونو ته غبرګون کې وایي، که د دوحې له هوکړې سره سم ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ونه وتل، د جګړې د دوام مسوولیت به د امریکا په غاړه وي.
که په ټاکلې نېټه بهرني سرتېري ونه وتل، د جګړې د دوام مسوولیت د امریکا په غاړه دی
طالبانو د امریکا د ولسمشر جوبایډن تازه څرګندونو ته غبرګون کې وایي، که د دوحې له هوکړې سره سم ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ونه وتل، د جګړې د دوام مسوولیت به د امریکا په غاړه وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی، چې تر مۍ پورې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو نه وتل د جګړې د دوام په مانا دي.

طالبانو ویلي، د دوحې هوکړه په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې او ثبات د ټینګېدو لپاره یوه معقوله او لنډه لار ده، چې طالبان ورته ژمن دي او له مقابل لوري هم غواړي، چې دغه تړون ته ژمن پاتې شي.

دوی په اعلامیه کې پر امریکا غږ کړیو چې د جګړې غوښتونکو کړیو ناسمو انګېرنو او سلا مشورو ته غوږ ونه نیسي، بلکې پر ټاکلې نېټه خپل سرتېري وباسي.

د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي، که چېرې ټول بهرني ځواکونه په ټاکلې نېټه ونوځي، له شک پرته چې د دوحې د تړون د ماتې اړخ امریکا ګڼل کېږي، چې مسوولیت یې هم امریکا ته ورګرځي او په نړیواله کچه به یې حثیت ته هم زیان ورسېږي.

په اعلامیه کې ویل شوي«د افغانستان د خلکو اراده او جدیت باید نور ونه ازمویل شي، د جګړې د پای ته رسېدو لپاره باید له عقل او منطق څخه کار واخستل شي، افغانستان د افغانانو کور دي، دلته د هر ډول نظام رامنځ ته کول د ملت حق دی، هېڅوک نه شي کولی له بهر څخه کوم سیستم یا نظام پر افغانانو وتپي او نه هم څوک دا حق لري، نو که د دوحې له هوکړې سرغړونه کېږي، نو د جګړېد دوام، تلفاتو او زیان مسوول به هم سرغړونکی لوری وي.»

طالبان دا خبرداری پر داسې مهال ورکوي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون په یوه خبري کنفرانسې کې و ویل، چې تر مۍ پورې له افغانستان څخه د سرتېرو ایستلو د تخنیکي پلوه امکان نه لري.

بایډن و ویل، چې دوی په افغانستان کې د اوږد مهاله حضور پلوي نه دي نو ځکه یې په دې اړه له خپلو متحدینو سره سلا مشورې پیل کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي