۰
د امریکا استخباراتي ادارې:

که امریکايي ځواکونه ووځي، القاعده به پیاوړې او طالبان به حاکم شي

شنبی ۷ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۵۷
 د امریکا استخباراتي ادارو او لوړ پوړو نظامي چارواکو خبرداری ورکړی، چې که له کومې هوکړې پرته امریکايي ځواکونه افغانستان پرېږدي، القاعده ډله به بیا پیاوړې او طالبان به پر ډېرو برخو حاکم شي.
که امریکايي ځواکونه ووځي، القاعده به پیاوړې او طالبان به حاکم شي
 د امریکا استخباراتي ادارو او لوړ پوړو نظامي چارواکو خبرداری ورکړی، چې که له کومې هوکړې پرته امریکايي ځواکونه افغانستان پرېږدي، القاعده ډله به بیا پیاوړې او طالبان به پر ډېرو برخو حاکم شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه استخباراتي ادارو ولسمشر جوبایډن ته ویلي، چې که د جګړې د ښکېلو غاړو تر منځ له جوړجاړي پرته د امریکايي سرتېرو وتل به خطرناک وي.

دوی ویلي، که له جوړجاړي پرته امریکايي سرتېري ووځي طابان به په دو یا درې کلونو کې د افغانستان زیاته برخه تر لاسه کړي او القاعده ډله به بیا پیاوړې شي.

په ورته وخت کې د امریکا د پوځ د ځانګړو عملیاتو قوماندان جنرال ریچارډ کلارک هم په اوسنیو شرایطو کې له افغانستان څخه وتل، ګواښوونکي بللي دي.

نوموړي د امریکا د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېتې ته ویلي، که امریکايي پوځیان په اوس وخت کې له افغانستان ووځي د افغانستان امنیتي وضعیت به خورا کړکېچن شي.

دی وايي،، هغه وړتیا چې امریکا یې له طالبانو سره د مبارزې لپاره افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکوي، د دوی په بریالیتوب کې مهم او حساس رول لري.

کلارک په وروستیو کې افغانستان ته راغلی و او د دې سفر په لړ کې یې د افغان کمانډو ځواکونو له نوي مرکز څخه هم لیدنه کړې وه.

نوموړي افغان ځواکونو ته په اشارې ویلي وو، ډېر پرمختګ شوی او ډېر تکړه قوماندانان ‌یې ولیدل، خو له دې سره سره د وسله والو مخالفینو له لوري د تاوتریخوالي زیاتېدا په دې هېواد کې د افغان ځواکونو ملاتړ ته د امریکايي پوځیانو اړتیا پیدا کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، تر مۍ میاشتې پورې له افغانستان څخه د ځواکونو ایستل له تخنیکي پلوه امکان نه لري.

خو طالبانو خبرداری ورکړي، چې که د دوحې د هوکړې سره سم ټول بهرني ځواکونه تر مۍ پورې ونه وتل دوی به یې پر وړاندې غبرګون وښي او د جګړې د دوام مسوولیت به هم د امریکا په غاړه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي