ننګرهار کې ترافیکي پېښې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

7 حمل 1400 ساعت 11:05

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون جمعه د وري ۶ مه مازیګر مهال د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په شغل دره کې رامنځ ته شوې.

سیمه ییز چارواکي وایي، په دغه دره کې یوه کاسټر، یوې سراچې او یوې ریکشا سره ټکړ کړي، چې له امله یې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر زیاته کړې، چې په دغه پېښه کې دوه مېرمنې او یو ماشوم مړ شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا د پېښې ټپیان روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې ښه دی.

د ننګرهار چارواکو د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودلې ده.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 


د مطلب کود: 137630

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137630/

جمهور
  https://www.jomhornews.com