د هلمند د سنګین قومندان له ۱۰ ساتونکو سره وژل شوی

7 حمل 1400 ساعت 12:03

سیمه ییزه امنیتي سرچینې وايي، د هلمند د سنګین ولسوالۍ امنیه قوماندان له خپلو ۱۰ ساتونکو سره یو ځای په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.


سیمه ییزه امنیتي سرچینې وايي، د هلمند د سنګین ولسوالۍ امنیه قوماندان له خپلو ۱۰ ساتونکو سره یو ځای په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاتوي، چې دغه پېښه تېره شپه (د وري ۶ مه) د نهرسراج ولسوالۍ د شونډک مانده په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال ولي جان سرحدي د دې پخلی کوي، چې د سنګین ولسوالۍ پر امنیه قوماندان عبدالمحمد سروري د نهرسراج ولسوالۍ په شوندک مانده سیمه کې برید شوی، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

خو د هلمند یوې لوړ پوړې امنیتي سرچینې ویلي، چې د سنګین امنیه قوماندان عبدالمحمد سروري له خپلو اتو ساتونکو سره یو ځای د وسله والو طالبانو په ډلیز برید کې وژل شوی دی.

د سرچینې په وینا امنیه قوماندان په دغه سیمه کې د پولیسو په یوه قرارګاه کې و، چې د طالبانو له خوا ډلیز برید پرې شوی دی.
 
په ورته وخت یوې بلې سرچینې ویلي، چې امنیه قوماندان له خپلو ۹ ساتونکو سره په نفوذي برید کې وژل شوی، چې په اړه یې پلټنې روانې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 


د مطلب کود: 137634

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137634/

جمهور
  https://www.jomhornews.com