کونړ کې د طالبانو د زندان مسوول نیول شوی دی

7 حمل 1400 ساعت 13:18

سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو کونړ ولایت کې د وسله والو طالبانو د زندان یو مسوول او مشر نیولی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو کونړ ولایت کې د وسله والو طالبانو د زندان یو مسوول او مشر نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه طالب قوماندان او مسوول د کونړ دانګام ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

د کونړ والي محمد اقبال سعید وایي، د طالبانو نیول شوی غړی ملک جان نومېږي، چې د طالبانو د یوه مهم قوماندان ورور هم دی.

د والي په وینا ملک جان چې تازه له پاکستانه دانګام ولسوالۍ ته راغلي و، غوښتل یې د ښځو په جامو او چادرۍ کې غازي آباد ولسوالۍ ته ولاړ شي، خو ونیول شول.

ملي امنيت د ملک جان په ګډون پنځه تنه رسنيو ته وښودل چې د چارواکو په وينا ټول يې د تروريستي کړنو په تور نيول شوي دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو او د نورو نيول شویو، کسانو په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کونړ ګاونډ ننګرهار کې هم د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې د داعش دوه غړی وژل شوي او پنځه نور یې ژوندي نیول شوي دي.

د ملي امنیت ریاست وايي، په نیول شویو کسانو کې عربستان مشهور په سعودي او نعیم الله هم نیول شوي، چې یو یې هدفي بریدګر او بل یې ورته زمینه برابرونکی دی.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 


د مطلب کود: 137642

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137642/

جمهور
  https://www.jomhornews.com