۰
د ملي امنیت شورا سلاکار:

طالبان سوله نه کوي، که بهرني ځواکونه ووځي کورنۍ جګړې به پیل شي

شنبی ۷ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۵۰
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، طالبان سوله نه کوي، بلکې پلمې لټوي او په تېر یوه کال کې یې د سولې لپاره د رامنځ ته شوي فرصت څخه هم د جګړې د دوام لپاره ګټه اخیستې ده.
طالبان سوله نه کوي، که بهرني ځواکونه ووځي کورنۍ جګړې به پیل شي
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، طالبان سوله نه کوي، بلکې پلمې لټوي او په تېر یوه کال کې یې د سولې لپاره د رامنځ ته شوي فرصت څخه هم د جګړې د دوام لپاره ګټه اخیستې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب چې نن شنبې د وري ۷ مه کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې و ویل، چې له امریکا سره د دوحې له هوکړې او بین الافغاني خبرو له پیل راهیسې طالبانو نه یوازې جګړې کمې کړې نه دي، بلکې لا یې زیاتې کړې دي.

ښاغلي محب په قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوی هم بې واکه وباله او زیاته یې کړه، چې دغه ډله د افغانانو د ملي ګټو لپاره نه بلکې، د خپلو بادارانو او ملاتړو د ګټو لپاره افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړی دی.

هغه یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې که رښتیا افغانان وي، افغانستان خپل هېواد بولي او رښتینې سوله غواړي نو د خپلو بادارانو له غېږې د راووځي او سوله دې وکړي.

له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه:

محب له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او دغه راز د امریکا د استخباراتي ادارو د وروستیو خبرداریو په اړه و ویل، چې طالبانو د دوحې له هوکړې سرغړونه کړې او جګړو ته یې زور ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې طالبان اصل د سولې نه بلکې د جګړې د دوام په لټه کې دي او که چېرې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي ښايي دلته کورنۍ جګړې پیل شي.

د امریکا استخباراتي ادارو هم خبرداری ورکړی، چې که امریکا له کوم جوړجاړي پرته له افغانستان څخه سرتېري وباسي نو طالبان به واک تر لاسه او القاعده ډله به هم پیاوړې شي.

ښاغلي محب هم و ویل، چې د مي تر اولې پورې د بهرنیو ځواکونو وتل باید د دوحې په هوکړه پورې ونه تړل شي، ځکه طالبانو په دغه هوکړه کې د جګړې د کمولو او ریښتینې سولې خبره منلې وه، خو په وینا یې نه یې جګړه کمه کړه او نه یې هم سولې ته اراده ښودلې.

نوموړي ټينګار وکړ، که څه هم افغان ځواکونه په یوازې ځان هم د خپلې خاورې د ساتنې وړتیا لري خو د بهرنیو سرتېرو وتلو سره، لرې نه ده چې افغانستان یو ځل بیا کورنیو جګړو کې ښکېل شي.

هغه دغه راز د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالي ته په اشارې ویلي چې افغان دولت سولې ته ژمن دی خو طالبان سوله نه غواړي او ورځ تر بلې د افغانانو پر وړاندې خپلې جګړې ته زور ورکوي.

حمدالله محب د خپلو خبرو په دوام یو وار بیا پر طالبانو غږ وکړ چې له زاریو لاس واخلي او د تاوتریخوالي پر ځای دې د سولې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

نوموړي دا هم و ویل، چې د افغان دولت مرکچي پلاوی همدا نن قطر ته تللی تر څو د طالبانو له پلاوي سره بیا خبرې پیل کړي، چې په وینا یې که کوم پرمختګ په کې وشوو راتلونکې اوونۍ به ولس ترې خبر کړي.

د ترکیې د ناستې په اړه:

د ملي امنیت شورا سلاکار ښاغلي محب زیاته کړه، چې افغان دولت د ترکیې د ناستې لپاره چمتوالی روان دی او افغان دولت به هم په همغه کچه په کې ګډون وکړي، په کومه چې مخالف لوری کوي.

دی وایي، مهمه دا ده، چې لومړی د ترکیې ناستې په اجنډا بحث وشي چې څه په کې دي او څه لاس ته راوڼې به ولري او دغه راز طالبان په کې په کومه کچه ګډون کوي.

ښاغلي محب و ویل«وبه ګورو چې طالبان په کومه کچه په کې ګډون کوي، آیا همغه پلاوی چې روسیې ته یې لېږلی و رالېږي او که کوم با صلاحیته پلاوی، روسیې ته تللي پلاوی خو سوله نه بلکې جګړه غوښته، موږ له دغه ټیم سره دوحه کې اوږدې خبرې کړې، خو پایله یې نه ده ورکړې.»

د ملي امنیت شورا سلاکار د ترکیې ناسته کې د حکومت د طرحې او دغه راز د ولسمشر غني د دغه څرګندونو په اړه چې له وخته وړاندې ټاکنو ته چمتو دی زیاته کړه، چې حکومت د سولې لپاره طرحه لري او نه غواړي چې نوره جګړه اوږده شي.

ښاغلي محب د ولسمشر د څرګندونو په اړه و ویل، دا چې ځینو کړیو تبلیغات کول چې ولسمشر سوله نه غواړی، د ولسمشر دغه څرګندونې چې له وخته وړاندې ټاکنو ته چمتو دی دا ښيي، چې ولسمشر سوله غواړي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې تازه د امریکا استخباراتي ادارو ولسمشر بایډن ته خبرداری ورکړی، چې که امریکايي ځواکونه ووځي، طالبان به بیا حاکم او القاعده به پیاوړې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي