۰
ډاکتر عبدالله:

د ترکیې ناسته برخلیک ټاکونکې ده، افغان دولت به له پوره چمتوالي سره ګډون په کې وکړي

یکشنبه ۸ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۲
د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر داکتر عبدالله عبدالله وایي، د افغان سولې په تړاو د ترکیې غونده برخلیک ټاکوونکې ده، نو ځکه به افغان دولت له پوره چمتوالي سره په کې ګډون وکړي.
د ترکیې ناسته برخلیک ټاکونکې ده، افغان دولت به له پوره چمتوالي سره ګډون په کې وکړي
د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر داکتر عبدالله عبدالله وایي، د افغان سولې په تړاو د ترکیې غونده برخلیک ټاکوونکې ده، نو ځکه به افغان دولت له پوره چمتوالي سره په کې ګډون وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله چې په فرانسه کې دی له رسنیو سره په خبرو کې ویلي افغان دولت د غونډې د منځپانګې لپاره په چمتوالي سره په دغه ناسته کې ګډون کوي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولسمشر غني له وخته وړاندې ټاکنو خبره کړې ویلي، د یوې راتلونکې لپاره باید ځینې لارې و وهو او که چېرې طالبان دې ته چمتو وي، چې برخلیک د خلکو په لاس وټاکل شي کولی شو له وخت وړاندې ټاکنو ته ولاړ شو.

خو په وینا یې دا چې طالبان تر کومه حده تر وخت وړاندې ټاکنو ته چمتوالی لري دا یو لوی سوال دی او د ملي روغې جوړې عالي شورا کې په دې اړه مفصلې خبرې نه دي شوې.

عبدالله د امریکا له خوا د سولې انتقالي دولت په طرحه کې د خپل ځای په اړه و ویل، چې د ځان لپاره د کومې څوکۍ په لټه کې نه دی.

نوموړي دا هم ویلي، چې د سولې مذاکراتو په کړنلاره کې د ولسمشر غني سره کوم جدي اختلاف نه لري او نظریات نېږدي دي، خو په وینا یې د طالبانو له خوا دغه پروسه پڅه پر مخ وړل کېږي.

له عبدالله، ولسمشر غني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د وروستي لیک او دا چې ځینو دا لیک تحقیروونکی بللی و و ویل، چې دغه ډول لیک ده هم تر لاسه کړی خو د لیک پر لحجه نه غواړي څه و وايي.

دی وايي، په لیک کې بلینکن په ځینو ټکو چې د سولې پروسې د ګړندي کولو لپاره اړین و اشاره کړې او د امریکا لومړیتوبونه یې یاد کړي دي.

هغه د امریکا او طالبانو د دوحې هوکړې په اړه ویلي، چې په دغه تړون کې دوه اړخیزه ژمنې په پام کې نیول شوې، خو طالبانو هغه څه چې باید رعایت کړی یې وی، ځینې یې نه دي عملي کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي