۰

خلیلزاد د افغان سولې په تړاو ترکیې ته تللی دی

یکشنبه ۸ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۸
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پر سوله د خبرو لپاره ترکیې ته تللی دی.
خلیلزاد د افغان سولې په تړاو ترکیې ته تللی دی
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پر سوله د خبرو لپاره ترکیې ته تللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد پرون ترکیې ته تللی او هلته به له بېلا بېلو اړخونو سره پر افغان سوله خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، خلیلزاد به هڅه وکړي، چې د افغانستان د جګړې ټولې ښکېلې غاړې د سولې مذاکراتو د بهیر د قوي کېدو لپاره وهڅوي.

سرچینه زیاتوي، خلیلزاد به د دواړو غاړو سره د سیاسي تفاهم په اړه د خبرو لپاره د هغوی د چمتوالي‌ په برخه کې همکاري کوي‌ چې په افغانستان کې عادلانه او دوامداره سولې او اوربند ته لاره هواره شي.

د یادونې ده، چې د افغان سولې په تړاو بل میلادي میاشت په استانبول کې غونډه جوړېدونکې ده، چې افغان حکومت او طالبان به هم په کې ګډون وکړي.

راپورونه وايي، ولسمشر غني به په دغه کنفرانس کې د سولې په اړه خپله طرحه وړاندې کوي، چې له وخته وړاندې ټاکنو موضوع هم په کې شته ده.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، دوی دغه غونډه کې د ګډون په چمتوالي بوخت دي او ګوري به چې مقابل لوری په کومه کچه په دې ناسته کې ګډون کوي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا ډاکتر عبدالله عبدالله په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د ترکیې ناسته د سولې په اړه برخلیلک ټاکونکې ده او افغان دولت به له پوره چمتوالي سره ګډون په کې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي