۰

هغه پولیس چې د تلاشۍ پر مهال یې یوه ښځه وهلې وه له نظام څخه وایستل شو

یکشنبه ۸ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۲۶
 کورنیو چارو وزارت وايي، هغه پولیس چې تورخم ښارګوټي کې یې یوه مېرمن د تلاشۍ پر مهال په لرګي وهلې وه د تل لپاره د نظام څخه و ایستل شو.
هغه پولیس چې د تلاشۍ پر مهال یې یوه ښځه وهلې وه له نظام څخه وایستل شو
 کورنیو چارو وزارت وايي، هغه پولیس چې تورخم ښارګوټي کې یې یوه مېرمن د تلاشۍ پر مهال په لرګي وهلې وه د تل لپاره د نظام څخه و ایستل شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، دغه پولیس د نورو قانوني اقدامات تر څنګ د تل لپاره له نظام څخه ایستل شوی او نور دنده نه شي کولی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ویلي، پر ښځو لاس پورته د طالبانو کلتور دی او هر څوک چې د دې عمل مرتکب شي ترهګر دی.

نوموړی زیاتوي، «پر ښځو لاس پورته کول طالباني دود دی او هر هغه کس چې دا ډول ظلم ترسره کړي، ترورېست دی. په تورخم کې هغه ویډیو چې پر یوې ښځې د لاس پورته کولو او ډبولو وه، وڅېړل شوه. هغه سرتېری وهاب نومېږي او د مجازاتو سربېره د تل له پاره له نظام څخه وایستل شو.»

طارق ارین لیکلي، پولیس د قانون تنفیذ کوونکي دي او د ظرفیت لوړونې او مسلکي کېدو په برخو کې یې کار روان دی، خو په وینا یې چې دغه ډول اعمال ترسره کول یې په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي