د هرات پر لویه لار ترافیکي پېښه کې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

8 حمل 1400 ساعت 13:44

سیمه ییز روغتیايي چارواکي تاییدوي، چې د کندهار – هرات پر لویه لار هرات ولایت اړوند سیمه کې د ترافیکې پېښې له امله ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز روغتیايي چارواکي تاییدوي، چې د کندهار – هرات پر لویه لار هرات ولایت اړوند سیمه کې د ترافیکې پېښې له امله ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن یکشنبې د وري ۸ مه د کندهار- هرات پر لویه لار د هرات شینډنډ سیمه کې رامنځ ته شوې.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزی وايي، پېښه د یوه ۴۰۴ مسافر وړونکي او یوه باروړونکي خاور موټر د ټکر څخه رامنځ ته شوې.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب عارف جلالي وايي، په پېښه کې شپږ تنه مړه شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

دی وايي، ټپیان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او دا ټول هغه مسافر دي، چې ګومان کېږي ایران ته د مزدورۍ لپاره راون وو.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 


د مطلب کود: 137680

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137680/

جمهور
  https://www.jomhornews.com