پکتیا: یو څارنوال او یو د ولسي جرګې پخوانی نوماند وژل شوي

8 حمل 1400 ساعت 14:02

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو پکتیا ولایت کې یو څارنوال او یو تن د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو نوماند وژلي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو پکتیا ولایت کې یو څارنوال او یو تن د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو نوماند وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې لومړی پېښه پرون شنبې د وري ۷ مه ماښام مهال د ګردیز ښار د پنځمې امنیتی حوزې اړوند سیمه او بله هغه یې مازیګر مهال د احمدخېلو ولسوالۍ اړوند د مشکي سیمه کې شوې شوې ده.

د پکتیا د پولیسو ویاند محمد لعل امیري وايي، د پکتیا د استناف څارنوالۍ ملکي څارنوال عتیق الله له دندې کور ته روان و، چې وسله والو طالبانو پرې غلچکي برید کړی او وژلی یې دي.

امیري وایي، بریدګر له برید وروسته په تېښته بریالي شوي خو پولیسو یې د نیولو هڅې پیل کړې دي.

دوه اوونۍ وړاندې د دې ولایت د مرکز اړوند د لومړۍ امنیتي حوزې په سیمه کې د استناف څارنوالۍ یو بل څارنوال هم په خپل کور کې د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوی و.

بل خوا امیري وايي، پرون مازیګر مهال طالبانو د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو نوماند بخت محمد وژلی او د یوه قومي مشر په ګډون یې پنځه تنه برمته کړي دي.

دغه پېښه د ډنډ پټان او ګردېز ترمنځ د لویې لارې په اوږدو کې د احمدخېلو ولسوالۍ اړوند د مشکي سیمه کې شوې ده.

د پولیس ویاند وایي، بېول شوی قومي مشر شېرعلي منګل نومېږي او ورسره پنځه ملګري یې هم ولسي وګړي دي، چې یو ساتونکی یې هم ټپي شوی او له رنجر سره طالبانو بېولي دي.

د امیري په وینا فکر کېږي، چې دغه پېشه په موتر کې د کوم ناست نفوذي کس په واسطه شوې ده او تښول شوي کسان هم د اسد په نوم طالب قوماندان له ډلې سره دي.

طالبانو تر اوسه د دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:پکتیا


د مطلب کود: 137681

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137681/

جمهور
  https://www.jomhornews.com