۰
ولسمشر غني ځوانانو ته!

ملي یووالي وساتۍ، د فساد، تعصب او بې کفایتۍ پر ضد راپورته شۍ

یکشنبه ۸ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۶:۰۹
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر ځوانانو غږ وکړ، چې ملي یووالي وساتي او د فساد، تعصب او بې کفایتۍ پر وړاندې راپورته او خپل اخلاقي ژمنتیا وښي.
ملي یووالي وساتۍ، د فساد، تعصب او بې کفایتۍ پر ضد راپورته شۍ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر ځوانانو غږ وکړ، چې ملي یووالي وساتي او د فساد، تعصب او بې کفایتۍ پر وړاندې راپورته او خپل اخلاقي ژمنتیا وښي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني، چې نن ارګ کې د ځوانانو عالي شورا ته وینا کوله و ویل، چې ځوانان به خپله ملي ژمنتیا سره باید د هېواد ادارې ته بدلون ورکړی.

نوموړي زیاته کړه، ځوانان باید پر دې پوه شي، چې په اداره کې یې مسوولیت څه دی، آیا د ځان لپاره کار کوي او که د خپل نسل لپاره.

د ښاغلي غني په وینا په تېرو شپږو کلونو کې چې کومه ملکي اداره ځوانه شوې باید د ځوانانو عالي شورا یې د ۵۹ سلنه حساب ورکړي تر څو د ځوانانو تر منځ یوه واضح ټولنیزه ژمتیا رامنځ ته شي.

ولسمشر ټینګار وکړ، چې په دې برخه کې باید ټول ځونان یو اخلاقي ژمنتیا ولري او د هر هغه ځوان پر وړاندې راپورته شي، چې فساد یا تعصب کوي، ملي یووالي ته زیان رسوي او یا هم بې کیفایته دی.

هغه ځوانانو ته په خطاب کې زیاته کړ، چې د خپلې زندګۍ درې اړخونه د یوه اساسي هدف لپاره په نظر کې ونیسي او هغه اساسي هدف ملي یووالی او د اساسي قانون د ارزښتونو تامین دي، چې پر مټ یې د ټولو هېوادوالو تر منځ مساوات رامنځ ته شي.

نوموړي و ویل، چې د تېرو ۴۲ کلونو بدبختیو ځوان نسل سره وېشلی، متعصب کړي یې دي او واړه هویتونه یې یو د بل پر ضد درولي دي، په داسې حال کې چې دا هېواد ۳۲ ژبې لري او د هرې ژبې ویونکی باید خپل ځان مصون احساس کړي.

د ښاغلي غني په وینا چې د دوی اساسي هدف ملت جوړونه ده، ځکه افغانستان څو زره کلن تاریخ لري او د تاریخي لحاظه هېڅ داسې زون په افغانستان کې نشته، چې تمدني افتخار ونه لري.

ولسمشر ټينګار وکړ، چې همدې ته په کتو هېڅ نقطه پر بلې هغې برتري او ښه والی نه لري او هېڅ کس د پر بل د برترۍ او ښه والي ادعا نه کوي.

ښاغلي غني زیاته کړه، که چېرې په افغانستان کې دولتي خدمات په یو شان اجرا نه شي، تفرقه رامنځ ته کېږي، نو ځکه باید ځوانان د پراخو فکري شبکو په حیث لاس په کار شي، د فساد، بې کیفایتۍ او تعصب پر وړاندې راپورته او مبارزه ورسره وکړي.
 
ده و ویل، چې افغانستان د زماني نقطه نظره لوی تاریخي فرصت او په ورته وخت کې خطرات لري، خو فرصت دا دی، چې روسته له ۴۲ کلونو د یوې ټولنې بنیادي حق چې سوله، ثبات او نظام دی بیا راژوندی شوی دی.

ولسمشر ټینګار وکړ، چې که ځوانان منسجم وي هېڅ کس نه شي کولی پر افغانستان یو بل نظام وتپي، نو ځکه اساسي فکر باید پر دې وشي، چې څه ډول نظام، څه ډول سوله او څه ډول اقتصادي خوځښت په افغانستان کې وجود ولري او د دې ځواب باید ځوانان پیدا کړي.

افغان ولسمشر زیاته کړه، ځوانان باید هغه کسانو ته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان یوه نقطه د ځان نه بولي، ځکه هېڅ کس افغانستان له خپلو خلکو په زور نه شي نیولی، مګر دا چې ځوانان یې ترې پردي نه شي.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې یو ځل بیا پر ځوانانو غږ وکړ، چې چا ته اجازه ورنه کړي، چې ملي یووالي یې له ګواښ او خطر سره مخامخ کړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي