افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته ولاړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی غني او وروسره پلاوی نن دوشنبې د وري ۹ مه سهار دوشنبې ته روان شوی دی.
تاجکستان ته د ولسمشر غني د سفر موخه د آسیا زړه استانبول کنفرانس کې ګډون دی.
دغه کنفرانس چې د اسیا زړه استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو نهمه ناسته ده، ولسمشر غني او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان به هم په کې ګډون وکړي.
ارګ وايي، ولسمشر غني او د هغه تاجک سیال به په دې کنرانس کې ویناوې وکړي.
د سرچینې په وینا د دې تر څنګ به ولسمشر له امام علي رحمان، د تاجکستان له لومړي وزیر او د پارلمان له رییس سره وګوري.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، ښاغلي غني به له تاجک چارواکو سره په دغه لیدنه کې په مختلفو برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د مناسباتو او همکاریو پر پراختیا بحث او خبرې وکړي.
خبرپاڼه وايي، ښاغلی غني به د دې سفر په جریان کې د تاجکستان په ملي پوهنتون کې وینا وکړي او د یاد پوهنتون د رئیس له لوري به ورته د افتخاري دوکتورا سند هم ورکړل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل