د امریکا د بهرنیو چارو وزیر:

افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې پای ته رسېدای شي

9 حمل 1400 ساعت 9:26

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن یو ځل بیا ټینګار کړي، چې افغان جګړه پوځي نه بلکې سیاسي حل لار لري.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن یو ځل بیا ټینګار کړي، چې افغان جګړه پوځي نه بلکې سیاسي حل لار لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بلینکن له رسنیو سره په تازه څرګندونې کې ټینګار کړي، چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي.

نوموړي زیاته کړې، چې امریکا د سیاسی لارې د افغان جګړې د ختمولو په لټه کې ده.

بلینکن ویلي، امریکا له خپلو متحدینو سره یو ځای افغانستان ته تللې او له هغوی سره به یو ځای په مناسبو شرایطو کې له دغه هېواد څخه ووځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه چې آیا د مۍ تر اولې به دوی افغانستان پرېږدي که نه ښکاره څه ونه ویل او زیاته یې کړه، چې دا صلاحیت له ولسمشر بایډن سره دی او هغه به پرېکړه کي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن وړاندې ویلي و، چې له افغانستان څخه د مۍ تر اولې د سرتېرو ایستل به ستونزمن کار وي.

په ورته وخت کې ځینې لوېدیځې رسنۍ وايي، د بایډن سلاکارانو هغې ته مشوره ورکړې، چې سرتېري به افغانستان کې پرېږدي.

دوی دا هم ویلي، که بهرني سرتېري د افغانانو تر منځ له کوم جوړجاړي پرته افغانستان پرېږدي نو دغه هېواد کې به بیا طالبان واکمن او القاعده به پیاوړې شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم وړمه ورځ  و ویل، چې افغان ځواکونه د خپلې خاورې د دفاع وړتیا لري، خو که ټول بهرني ځواکونه ووځي، ښايي افغانستان کې کورنۍ جګړې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 137692

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137692/

جمهور
  https://www.jomhornews.com