۰
دې هېل:

ښایي بایډن تر راتلونکي کال پورې له افغانستان د سرتېرو ایستل وځنډوي

دوشنبه ۹ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۴
دې هېل نشریې په یوه مطلب کې لیکلي، د امریکا ولسمشر جوبایډن ته به له افغانستان څخه د پاتې امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړه ډېره سخته وي.
ښایي بایډن تر راتلونکي کال پورې له افغانستان د سرتېرو ایستل وځنډوي
دې هېل نشریې په یوه مطلب کې لیکلي، د امریکا ولسمشر جوبایډن ته به له افغانستان څخه د پاتې امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړه ډېره سخته وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مطلب کې راغلي ولسمشر بایډن په دې برخه کې له کشمکشونو سره مخ او په دې لټه کې دی، چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو حضور یو څه نور هم اوږد کړي.

ځکه له یوې خوا د وتلو نېټه نږدې کېدونکې ده، له بلې خوا په افغانستان کې وضعیت د ډاډ وړ نه دی، بلخوا د ناټو متحدین د سرتېرو له ایستلو سره مخالف دي او په امریکا کې هم نظاميانو د بېړنیو وتلو په اړه بایډن ته خبرداری ورکړی دی.

په مطب کې ویل شوي، که څه هم د طالبانو او امریکا د هوکړې له مخې تر مې میاشتې پورې باید ۲۵۰۰ امریکایي عسکر له افغانستان ووځي خو داسې ښکاري چې بایډن د دې نېټې د ځنډولو په لټه کې دی.

د مطلب لیکوال ویلي، ښایي بایډن تر راتلونکي کال پورې له افغانستان د سرتېرو ایستل وځنډوي.

سرچینه وايي، له همدې امله د افغانستان په اړه بايډن ته پرېکړه کول سخت شوي دي خو تمه شته چې ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پایله ولري او د بهرنیو سرتېرو وتلو ته زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له وړاندې خبرداری ورکړي، چې که بهرني سرتېري د مۍ تر اولې له افغانستان څخه ونه وتل، دوی به بېرته پرې بریدونه پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي