د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وايي، هېواد یې د افغانستان د سولې پروسې په برخه کې بشپړې همکارۍ ته چمتو دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ظریف چې د آسیا زړه استانبول کنفرانس کې د ګډون په موخه تاجکستان ته تللی دغه څرګندونې دوشنبې کې له خبریالانو سره خبرو کې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې ایران په سیمه کې د ثبات رامنځ ته کېدو پلوي دی، نو ځکه د افغان سولې پروسې به برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
ښاغلي ظریف ویلي، د آسیازړه استانبول کنفرانس کې یې د ګډون موخه هم همدا ده، تر چې په سیمه کې یو دایمي ثبات رامنځ ته شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، که څه ایران د افغان سولې په برخه کې بشپړې همکارۍ ته چمتوی دی، خو په وینا یې په دې برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري هم اړینه ده.
جواد ظریف ټینګار کړي، چې د سیمې هېوادونه باید په ګډه همکارۍ په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره مرسته وکړي او په دغه هېواد کې دې د سولې د راتګ لپاره سره یو لاس شي.
د یادونې ده، چې د اسیا زړه استانبول کنفرانس ۹ مه غونډه نن دوشنبې د وري ۹ مه د تاجکستان پلازمېنه دوشنبې کې جوړېږي، چې سبا به هم دوام ولري.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ دغه غونډې ته ورغلی او وینا به په کې وکړي.
د دې تر څنګ به ولسمشر له خپل تاجک سیال امام علي رحمان، لومړي وزیر او د پارلمان له رییس سره هم جلا جلا کتنې ولري او په بېلا بېلو موضوعاتو به خبرې ورسره وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل