راپورونه وايي، اندونیزیا کې دوه ځانمرګو بریدګرو شاوخوا ۲۰ تنه عبادت کوونکي ټپیان کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه بریدونه پرون یکشنبې د وري ۸ مه د کلیسا په عبادت کوونکو شوي دي.
پېښه هغه مهال د اندونیزیا په ماکاسار ښار کې شوې، چې یوه ډله مسحیان د سپېڅلې اوونۍ یا پاک اختر د پیل په پار سره غونډ شوي وو.
په ټپیان کې د کلیسا ساتونکي هم شامل دی او دغه راز پولیسو ویلي، چې له بریګرو څخه یوه ښځه وه.
د اندونیزیا د پولیسو مشر جنرال لیستیو سیګیت پراباوو ویلي، بریدګر ښايي د اسلامي دولت ډلې د ملاتړي ګروپ جماعة انشاروت توحيد غړي وو.
د اسلامي دولت ډلې ملاتړی ګروپ جماعة انشاروت توحيد ۲۰۱۸ کال هم په اندونیزیا کې د یوې خونړۍ حملې عامل بلل کېږي چې ګڼو خلکو ته پهکې مرګژوبله اوښتې وه.
جمهورخبري آژانس:کابل