۰

خوست کې موټر سایکل بم چاودنې ۱۶ تنه ټپیان کړي

دوشنبه ۹ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۴
سیمه ییز امنیتي چارواکو تایید کړې، چې خوست ولایت کې د موټر سایکل بم چاودنې په ترڅ کې ۱۶ تنه ټپیان شوي دي.
خوست کې موټر سایکل بم چاودنې ۱۶ تنه ټپیان کړي
سیمه ییز امنیتي چارواکو تایید کړې، چې خوست ولایت کې د موټر سایکل بم چاودنې په ترڅ کې ۱۶ تنه ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون یکشنبې د وري ۸ مه ماسپښین مهال د خوست ښار مجاهد څلور لاري ته نېږدې شوې ده.

د خوست امنیه قوماندان پاسوال محمد داودو امنی وايي، په موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي بم د ملي امنیت ځواکونو په رنجر موټر چاودنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، په دغه چاودنه کې ۱۴ تنه ملکي وګړي او دوه د ملي امنیت سرتېري ټپیان شوي دي.

د پېښې ټپیان روغتون ته وړل شوي او د دو تنو روغتیايي حالت نازک دی.

عیني شاهدانو ویلي، چاودنه د ملي امنیت پر هغه ځواکونو شوې، چې خوست کې یې د جموریت په ملاتړ د جوړې شوې غونډې امنیت ساته.

جمهورخبري آژآنس:خوست
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي